AP ۱۴۰۳ وری ۲ ۱۳:۲۰
Journalist ID: 5513
News ID: 85423820
T T
۰ Persons
کندهار کې د چاودنې مرګ ژوبله ۱۵ تنو ته ورسېده

کندهار- ایرنا- د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت د کابل بانک مخې ته نن سهار د چاودنې له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کندهار کې د ايرنا خبري آژانس د خبريال په خبره؛ د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند اسدالله جمشيد نن پنشنبې د وري ٢مه، وويل چې د کابل بانک مخې ته د چاودنې له امله ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د اېرنا د خبر له مخې نن سهار شاوخوا نهه بجې د کندهار ښار د شهیدانو په څلورلارې کې سرپرست دولت د کارکوونکو په منځ کې چې کابل بانک ته د معاشونو د اخیستو لپاره تللي وو، چاودنه وشوه.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .